د ارچی کانال سر بند د جوړولو او د عبدالرحیم زی کانال بیا رغونه دوه قراردادونه لاسلیک.

mew-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۹:۳۲
News

د کندز ولایت د ارچی سر بند او د لغمان ولایت د عبدالرحیم زی کانال د جوړولو لپاره د دوه پروژو قراردادونو د انرژۍ او اوبو وزارت او د دوه ودانیزو شرکتونو استازو ترمنځ نن ورځ لاسلیک شو.
لومړی قرارداد د 74 میلیونه او 704 زره او 298 افغانۍ په ارزښت د سړک جوړول، ودانیز او ساختماني سمندر شرکت سره او دوهم قرارداد د ۴ میلیونه او ۹۹۹ زره او ۷۳۷ دالرو د افغان صداقت او باختر جی وی شرکتونو سره لاسلیک شول.
ښاغلی انجینر محمد ګل خُلمی د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د دغو پروژو د ګټې په اړه وویل: د دغو سر بندونو او کانالونو جوړول او بیا رغونه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت ترټولو مهمې دندې دي؛ د کرنېز ځمکه د اوبو لګولو په هیواد کې د بزګرانو او اقتصادي ودې لپاره د اوبو سرچینو په چمتو کولو کې اغیزمنه ده.
په ورته وخت کې، د افغان صداقت او سمندر شرکتونو چارواکو ژمنه کړې چی دوی د یاده شوی سر بند او کانال د جورول په ساحه کی هڅه کوی او د لوړ کیفیت او په ټاکلی وخت کې د پروژو تطبیق او گته اخیستنی لپاره به وسپاری.
د ارچی کانال د کندز ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په 15 کيلومترۍ کې موقعیت لري تاکل شوی دی چی د 107 کیلو مترو جوړ شي د دې کانال جوړونې سره به 30830 هکتار ځمکو خروبوی او د دې پروژې څخه 82400 کورنۍ ګټه پورته کوي.
ښاغلی انجنیر محمد الدین همدرد په ولسي جرګه د کندز ولایت استازی په دې اړه د اوبو او انرژۍ وزارت او د آسیایی بانک د هڅو ستاینې ترڅنګ، د داسې پروژو رامینځته کول د کرنې او د کار موندنې په رامینځته کولو کې ګټور وبله.
له بل پلو، په لغمان ولایت کې د عبدالرحیم زی کانال، اوس مهال د 1،900 هکټارو ځمکې خړوبوي، د بیا رغونې وروسته، د اوبو لګولو په ساحه کی د 1965 هکتاره ځمکو زیاتوالی ومومي. د دې کانال په جوړولو سره، 6.580 کورنۍ به له دې څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت تل هڅه کری ده چی د افغانستان په 34 ولایتونو کې د دې وزارت د پراختیایي پروژو پلی وکری

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu