د اسلام په سپیڅلي دین کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په هکله د دعوت او ارشاد اصلاحي بیانیه وړاندې شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۴:۱۷
1

دغه بیانیه د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن له لوري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې په داسې حال کې چې ټولو کارمندانو ګډون درلود، وړاندې شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په دغه بیانیه کې په اسلام کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د معروف او منکر د معانیو په هکله په مفصله توګه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې د اسلام په سپیڅلي دین کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ارزښت اړین وباله او یادونه یې وکړه، چې خدای(ج) په قرآن کریم کې د حج سورې په ۴۱ آیت کې تر لمانځه او زکات وروسته دغې موضوع ته اشاره کړې: (الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ).

د دعوت او ارشاد رئيس د دغې بیانیې په دوام کې څرګنده کړه ، چې امر باالمعروف او نهي عن المنکر یو ستر الهي نعمت دی، چې خدای(ج) هغه مسلمانانو ته ور کړې ده، ترڅو د هغه په واسطه د خدای(ج)  درضا په لاره کې ګام پورته کړي او د آخر الزمان د فتنو له شر څخه په امن کې پاتې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu