د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئیس سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر او ورسره مل د ریاست الوزرا د دفتر رئیس محترم مولوي ذاکر، د حج او اوقافو وزارت مسلکي معین محترم شیخ زر محمد حقاني، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین محترم شیخ الحدیث مولوي محمد فقیر، د ښاروالیو معین محترم مولوي عصمت الله عاصم، د نورستان مرستیال والي محترم مولوي فیصل او د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي سعید احمد بنوري د ننګرهار سیندیزې حوزې له رئيس محترم مولوي سید فضل احد هاشمي، د نوموړي ریاست له کارمندانو او د ننګرهار ولایت له یو شمیر اوسیدونکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د نوموړي حوزې د کارمندانو له کړنو څخه ستاینه وکړه او ننګرهار ولایت اوسیدونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د بندونو د جوړولو او د اوبو چارو د تنظیم په برخه کې به ننګرهار ولایت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
