د افغانستان انرژۍ سکتور د همغږۍ دریمه ربعوار ناسته.

mew-admin
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۹:۴
اخبار

د افغانستان انرژۍ سکتور د همغږۍ دریمه ربعوار ناسته د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې ترسره شوه.
د افغانستان انرژۍ سکتور د همغږۍ دریمه ربعوار ناسته په چهار شنبې د ۱۳۹۸ کال د وږی ۱۳ مه نیټه د اوبو او انرژۍ وزارت د مالې او اداري مرستیال ښاغلی الماس باور زاخیلوال، د مالیې وزارت د مالې او اداري مرستیال ښاغلی عبدالحبیب ځدران، د برښنا شرکت اجرائیه رییس ښاغلی امان‌ الله غالب، د اقتصاد وزارت د مسلکی مرستیال ښاغلی محمد اسماعیل رحیمی، د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د تخنیکی مرستیال ښاغلی عزت الله صدیقی ، د USAID د بنسټیزو برنامو مرستیال ښاغلی کریستوفر فری او د DABS ، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، نړیوال بانک، آسیایی پراختیایی بانک، KFW و UNDP نور با صلاحیتو استازو په ګډون د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې ترسره شوه.
له کورنیو او وارداتي سرچینو څخه د کارولو وړ د برښنا موجوده حالت، د انرژۍ په سکټور کې د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رول، په اوبو او انرژۍ وزارت کې د موجوده انرژۍ پروژې تر کار لاندې، د افغانستان برښنا شرکت د انرژۍ پروژو د آنلاین مدیریت سیسټم معرفي کول، د راتلونکو کلونو لپاره د انرژي پروژو پلانونو او د افغانستان د انرژۍ د معلوماتی مرکز د کار څرنګوالي په غونډه کې د طرح شوی موضوعاتو څخه و، چې د غونده ګډونوالو د هیواد په انرژي سکتور کې د اړوندو ادارو ترمنځ د لا همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu