د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۴:۲۴
۱

د افغانستان برېښنا شرکت د رهبري پلاوي ناسته  د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د انرژي سکتور یو شمیر رئیسانو او د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګرۍ رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني او د یاد شرکت یو شمېر رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د ۱۴۰۱ کال مالي پلان، په هیواد کې د برېښنا شبکو پراخوالي او د عوایدو  د راټولو پرڅرنګوالي باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دغه ناسته کې د افغانستان برښنا شرکت د ۱۴۰۱ مالي کال د غوره جوړولو،د عوایدو د راټولو پر څرنګوالي او په هیواد کې د برېښنا شبکو د  پراخوالي په هکله لازم هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu