د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي لمړي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۴
1

دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ښاغلي مولوي محمد عیسی آخوند،  د مدیره پلاوي د ټولو غړو او د یاد شرکت یو شمېر مسؤلینو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په دغه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بریا د یادولو ترڅنګ، د دې هیواد د آبادۍ او پراختیا په لاره کې هڅه د افغانستان د ټولو خلکو دنده یاده کړه.

په دغه ناسته کې د افغانستان برېښنا شرکت د کړنو په هکله، د ۱۴۰۱ مالي کال د تدارکاتي پلان چمتوکولو، د لویو پروژو د پلي کولو لپاره د یاد شرکت لخوا پر لازمو پرېکړو نیولو او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند اجراآتو باندې بحث او دنظر تبادله وشوه.

ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: "  په هیواد کې د انرژي سکتور پرمختګ د یاد سکتور دټولو مسؤلینو هڅې ته اړتیا لري، بنا اړینه ده چې ټول مسؤلین په یوه مشخصي تګ لارې او کلي پروګرام په هیواد کې د انرژي د پراختیا په لاره کې کار و کړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د مدیره پلاوي او د افغانستان برېښنا شرکت له مسؤلینو څخه و غوښتل چې په هیواد کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د انرژي د پراختیا  لپاره جامع طرحه چمتو کړي، لکه څرنګه چې ټولې کړنې، ستونزې او ټول لازم موضوعګاني پکې مشخص او واضح وي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت مدیره پلاوی چې د یاد شرکت د مهمو پرېکړو نیونکی دی د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر تر ریاست لاندې رامنځته شوي او پکي د دې وزارت د انرژي معین او د اقتصاد، ښارجوړونې او ځمکو، کانونو او صنایع وزارتونو استازي د غړي په توګه ګډون لري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu