د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي لومړنۍ ناسته ترسره شوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر او د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي رئيس محترم ملا عبداللطیف منصور تر سرپرستي لاندې د مالیې وزارت د مالي معین محترم حاجي عبدالقدیر احمد، د اقتصاد وزارت د استازي، د اوبو او انرژي وزارت د رئيسانو او د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت پورې اړوندو ټاکلو موضوعاتو لکه د بیلانس شیټ چمتو کول، د اساسنامې چمتو کول، د جایدادونو د بیې ټاکل او د پورونو د تثبیت په هکله په بشپړ ډول بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو په دغه ناسته کې د پورتنیو موضوعاتو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او خپلې حل لارې او وړاندیزونه یې هم څرګند کړل.
په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې ارزونې وروسته، د افغانستان برېښنا شرکت د څار پلاوي د رئيس او غړو له لوري اړینې پرېکړې وشوې او د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړوندو ادارو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.
