د افغانستان د هایدرولوژي ملي کمیټې سره د همغږي غونډه جوړه شوه
دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشري د افغانستان د هایدرولوژي د ملي کمیټې د رئیس په مشري د پوهنتونونو د استادانو او یو شمیر چارواکو په ګډون د کمیټې د ټولو غړو په شتون کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د وردګو څخه تر ګذرګاه پورې د اوبو پر سرچینو د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه د څیړنې پروژې وروستی راپور چې د کمیټې د غړو له خوا ترتیب شوی و، وارزول شو.
په دې غونډه کې د یونسکو د فتر ته د پروپوزل په اړه هم خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
د غونډې په ترڅ کې ښاغلي معین د کمیټې غړو ته د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د اوبو د مدیریت په چارو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د لا ښه پرمختګ لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.
