د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په اړه د چاپیریال ساتنې ملي اداره کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۳:۴۹
1

پهٔ دغهٔ برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر احمد ضیا فیروز د انرژي ساتنې آمر او انجنیر عبدالله موسی زي د انرژي د تحفظ متخصص، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په مفصله توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګ لارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دویم بند د تحقق په موخه د پلان مطابق د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام مومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې د استنادي دېوالونو دوه پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۹ هـ.ل

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د عزیزخان‌کڅ او زیړانیو استنادي دېوالونو پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل

د بغلان ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي اړوند د چوتقه‌سای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.

یاد چکډیم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

بیرته تګ

User account menu