د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د بهرنیو چارو په وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۲۷
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د بهرنیو چارو په وزارت کی له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصور الرحمن عبدالحی د مثمریت آمر او انجنیر صدیق الله ځلاند د مثمریت انرژی اقتصادی کارپوه ، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۷:۳
Background image

لغمان ولایت کې د یوه بولډروال پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي په عزیزخان کڅ سیمه کې د یوه بولډروال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د اوبو لګولو په موخه خوشې شوې

د هرات ولایت د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د هریرود- مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د لاندنې هریرود سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۹:۵۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د اوبیزو کوچنیو بندونو (چکډمونو) د زېرمو کاسې له اوبو ډک شوي

د وروستیو اورښتونو له کبله، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په اوبیزو سرچینو کې د پام‌وړ زیاتوالی راغلی دی. له هغې ډلې څخه په ننګرهار ولایت کې څو کوچني اوبیز بندونه (چکډمونه) له اوبو ډک شوي. . .

بیرته تګ

User account menu