د انرژي د پروژو د کیفیت د کنټرول نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۳:۴۲
1

محترم مولوي ضیاالرحمن آخندزاده چې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د لزوم دید او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا محترم مقام د حکم پر بنسټ د انرژي د پروژ کیفیت د کنټرول د رئيس په توګه ټاکل شوی دی د دغه وزارت د دفتر د عمومي رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د دفتر عمومي رئيس د نوي رئيس د ورپېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او د انرژي  په سکتور کې د کار ارزښت ته په اشارې سره له ټولو رئیسانو څخه وغوښتل چې د خپلو د ندو په ترسره کولو کې په بشپړ رښتینولي سره هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي ضیاالرحمن آخندزاده د دیني علومو زده کړې د پشاور د اکوړه خټک په حقانیه دارالعلوم کې تر لاسه کړې او د ماستري دوره یې په پشاور پوهنتون کې د اسلامي علومو په برخه کې ترسره کړې او په اسلامي امارت کې د خدمت  اوږده تجربه لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu