د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن عملیاتي پلان له وروستي کېدو وروسته د وزارت د رهبري له خوا تائید شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۱۵:۲۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د انرژي د برنامو رئيس محترم انجنیر فرهاد محمودي او د انرژي سکتور یو شمېر نورو مسؤلینو هم شتون درلود، د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن عملیاتي پلان و ارزاوو او تائید یې کړ.

د انرژي سکتور مسؤلینو په دغه ناسته کې، د دغه عملیاتي پلان په هکله بشپړ معلومات او تشریحات د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي پنځه کلن عملیاتي پلان تر تائېدولو وروسته، د هغه د پلي کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په ټاکلي وخت کې د ټاکل شوو موخو د تر لاسه کولو لپاره غوره ده چې د انرژي سکتور د پراختیا پنځه کلن پلان د دغه عملیاتي پلان سره سم په مدیریتي او پروژه یې توګه په جدي ډول پلی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس په کندز ولایت کې د اوبو د کمښت ستونزې له نږدې وڅېړلې

 

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د کندز ولایت دشت ارچې، خواجه غار او کلباد ولسوالیو ته د اوبو د کمښت ستونزو، د اوبو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

خوست ولایت کې د شمل پیرانو پروژې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي

د شمل خرم سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د شمل پیرانو سربند، استنادي دېوال او کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوګر ولایت د التمور کانال د اوبو ټولنې رئيس او غړي وټاکل شول

د لوګر په سیندیزه فرعي حوزه کې د التمور کانال لپاره د اوبو ټولنې د جوړېدو په موخه یوه ناسته د دغې حوزې د رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu