د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د تېرې ناستې د پرېکړو اجراآت تر څېړنې لاندې ونیول شول او د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړین تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه په دغه ناسته کې، د انرژي معینیت د غونډو سرپرست اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.