د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۳:۴۷
1

دغه ناسته د انرژي معینیت د غونډو د سرپرست او د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، رئيسانو د خپلو اړوندو ریاستونو د کړنو راپور وړاندې کړ او د خپلو کړنو او برنامو په هکله یې معلومات ورکړل.

همدارنګه، د ناستې په بهیر کې د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې ګټې ته د سپارلو د چارو د انسجام او همغږي په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د انرژي معینیت د غونډو سرپرست د ریاستونو د راپورونو او په ناسته کې د نورو مطرح شوو موضوعاتو تر ارزولو وروسته، د چارو د غوره ترسره کولو او چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۰
Background image

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی د "برېښنا صنعت" تر سرلیک لاندې ۲۵ نړیوال نندارتون کې د ګډون په موخه ایران هېواد ته په سفر ولاړ

د اوبو او انرژي وزارت پلاوی چې پکې محترم مولوي عبدالرحمن رحماني، د پایدارې انرژي عمومي رئيس، محترم انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزی، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي رئيس او محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د نږدې ۵۰ زره افغانیو په لګښت نصب شول

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د هغه ولایت د برمل ولسوالي په مندرخېلو کلي کې د تنګي پر سیند باندې درې سټاف ګیچونه د ۴۶ زره او ۲۴۰ افغانیو په لګښت نصب کړل.

د یادونې وړ ده، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۴۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالي اړوند د ترک په سیمه کې د ترک کانال د پروژې چارې ۷۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي ملاتړ د ارزګان د اوبو او انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu