د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۴:۲۵
1

دغه ناسته د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت د سرپرست محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د پانګونې د جلب په موخه تر ۵۰۰ کیلو واټه لږ برېښنا د تولید پروژو اعلان ته سپارلو د څرنګوالي، د هېواد د شته برېښنا سیسټم د بدلون او غوره والي د څېړلو، په هېواد کې د برېښنا شبکې د استراتیژي پراختیا او د انرژي سکتور اړوند یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې رئيسانو او ټاکل شوو کمېټو خپل معلومات وړاندې کړل او وروسته د دفتر د عمومي رئيس او د انرژي معینیت د سرپرست له لوري هغوی ته د چارو د غوره والي او چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې او هدایات وشول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu