د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۵:۵۸
1

په دغه ناسته کې  د انرژي په پروژو کې د پانګوالو لپاره د پانګونې په موخه د اړینو آسانتیاوو د رامنځته کولو، د اوبيزې برېښنا د تولید د کوچنیو بندونو د مدیریت، پېژندنې او پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د نوموړو موضوعاتو د غوره ترسره کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د انرژي د پروژو په پلي کولو کې د پانګونې لپاره  د زمینې د چمتوکولو په برخه کې هڅه وشي، چې اړینې آسانتیاوې رامنځته او له پانګوالو سره دې په بشپړ صمیمیت سره چلند وشي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د بدخشان د برېښنا رسونې پروژې د مطالعاتو امکان سنجي او د بدخشان انرژي له شرکت سره د شورابک بند د سپارلو په هکله د پخوانۍ ناستې د اجراآتو پرېکړې هم  تر څېړنې لاندې ونیول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu