د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۴:۱۳
1

دغه ناسته د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د دغه معینیت د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د انرژي په برخه کې د څو مهمو موضوعاتو لکه، د شورابک بند د سپارلو او د بدخشان انرژي له شرکت سره د همغږي، د فاریاب ولایت د پښتون کوټ، بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو د برېښنا ستونزو د هوارولو، د هېواد د برېښنا شبکې د پراختیا استراتیژي او د انرژي پروژو اړوند یو شمیر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د نوموړو موضوعاتو په هکله تر بحث او د اندونو تر تبادلې وروسته، اړینې پریکړې وشوې او د لازیاتو همغږیو په موخه اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu