د انرژي معینیت اونېزه  تخنیکي غونډه د یاد معینیت د څو پروژو د چارو د څېړلو په موخه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۴ - ۱۱:۴۷
1

یاده غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني تر مشري لاندې د دې معینیت د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د انرژي سکتور رئیسانو د خپلو کړنو او په ځانګړي ډول د غزني تر کندهار پورې برېښنا شرکت ته د برېښنا مزي لېږد د تسلیمولو د څارنې پروسې او نورو موضوعاتو په اړه چې په مخکینيو غونډو کې یې په اړه پرېکړې شوې وې، راپور ورکړ.

همدارنګه په دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا د تعرفي د حل او د انرژي معینیت د یو شمېر مهمو اداري موضوعاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

د انرژي ښاغلي معین د رئیسانو او تخنیکي مسئولینو د راپورونو تر اورېدلو وروسته، د چارو د غوره ترسره کېدو په موخه د اړتیا وړ لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu