د اوبو او انرژي سرپرست وزير د شاهي کوټ په مشاعره کې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو پر ساتنې باندې ټينګار وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۸:۵۶

د شاهي کوټ د مشاعرې غونډه د هغې تاريخي مبارزې د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو د يادونې په موخه نن د وږي نهمه چې له افغانستان څخه د آمريکا او اشغالګرې ناټو د وروستي سرتيري د  وتلو له درېمې کلیزې سره سمون لري، د اوبو او انرژي د سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور، شيخ عزيزالرحمن منصور، مولوي عارف الله عارف او مولوي زرمحمد حقاني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معينانو،ملا رحمت الله نجيب د کورنيو چارو وزارت معين، مولوي محمد قاسم فريد، د دفاع وزارت معين، شيخ مهرالله حماد، د پکتيا والي، ملا حمدالله فطرت، د افغانستان د اسلامي امارت د وياند مرستيال، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسٶلينو او د پکتيا ولايت د شاهي کوټ درې د ګڼ شمېر اوسيدونکو په شتون کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغه غونډه کې وويل، چې شاهي کوټ هغه ځاى دى، چې هره پاڼه يې د دين او د هېواد د آزادي په لار کې د جهاد، اخلاص او سرښندونو څخه ډکه ده
ښاغلي منصور ټينګار وکړ، چې د افغانستان د اسلامي امارت ننۍ برياوي د هغو شهيدانو د سرښندنو او د هغوى د وينو پايله ده،چې په دې لاره کې يې خپل خواږه ځانونه  قرباني کړې دي.
هغه همدارنګه له ټولو مجاهدينو او د اسلامي امارت له مسٶلينو څخه وغوښتل، چې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو ساتنه وکړي او له بيت المال څخه د ګټې اخيستنې او د خپلو مسٶليتونو په ترسره کولو کې هوښيار و اوسي.
په ورته مهال، مولوي عبدالرحمن منصور د اړېکو د کمېسيون غړي او د شهيد قوماندان سيف الرحمن منصور ورور او د قوماندان صاحب يوه ملګري د شاهي کوټ د معرکې د ورځو د خاطراتو په هکله د مجاهدينو د زړه وړتيا، اخلاص او سرښندنو په هکله د خپلو  سترګو د لېدلي حال په هکله خبرې وکړې،او د شاهي کوټ مبارزه يې د جهاد د بريا او د اشغالګرانو د ماتې په برخه کې يوه تاريخي پېښه وبلله.
د غونډې په دوام کې، ګڼ شمېر مسٶلينو د دغې تاريخي پېښې په هکله خبرې وکړې، او ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د شاهي کوټ د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو يادونه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۸
Background image

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د کندز ولایت د خان آباد ولسوالي د پروژو د وضعیت ارزونه وکړه

د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي اسدالله حامد او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت خان آباد ولسوالي ته د دغې ولسوالي د اوبو مدیریت، د اوبو عادلانه وېش او د اړوندو پروژو د د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

هرات ولایت کې د پاشدان بند بشپړ له اوبو ډک او پرچاو شو

د لاندني هریرود سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي د پاشدان بند له کاسې څخه چې له اوبو بشپړ ډک او پرچاو شوی، لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې  د پاشدان بند اضافې اوبه، چې حجم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره شوه

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د دغه ولایت په محمد آغې ولسوالي کې د ډاک کلا چکډم ارزونه ترسره کړه.

نوموړی چکډم په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې جوړ او ګټې اخیستنې سپارل شوی، چې د. . .

بیرته تګ

User account menu