د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اختر مبارکي په ناستو کې په خدمت کولو کې په اخلاص او لا زیاتو هڅو ټینګار وکړ

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۳ - ۱۱:۱۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالطیف منصور د دغهٔ وزارت له مسؤولینو، رئیسانو او کارکوونکو سره د اختر مبارکي په لیدنو کې د کوچني اختر د مبارکي تر څنګ د هېواد او خلکو د خدمت کولو په لاره کې د اخلاص، مسؤولیت منلو او لا ډېرو هڅو باندې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغو ناستو کې، د انسان د خلقت موخه د څښتن تعالی بنده ګي او پېژندنه وبلله او د روژې مبارکې میاشتې فضیلتونو ته په اشارې سره یې د خدای (ج) له لوی دربار څخه د نړۍ د مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو قبولي وغوښتله.

ښاغلي منصور، په هېواد کې هر اړخیز امنیت او د اسلامي نظام استقرار د الله (ج) یو لوی نعمت وباله او یادونه یې وکړه چې د افغانستان په ټولو خلکو لازمه ده تر څو د الله (ج) د دغو نعمتونو د شکر ادا کولو لپاره د نظام د ټینګښت او د هېواد د آبادولو په لاره کې په یووالي او ورورولۍ سره هڅې وکړي.

هغه په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت کارکوونکو ته په خطاب سره، د دندو په ترسره کولو کې په مسئولیت منلو، ژمنتیا او اخلاص باندې ټینګار وکړ او له هغوئ څخه یې وغوښتل تر څو د خلکو د خدمت او د هېواد د پرمختګ په لاره کې شپه او ورځ په خپل ټول ځواک سره هڅې وکړي.

د یادولو وړ ده چې دغه لیدنې په بشپړه توګه د ورورولۍ او دوستۍ په فضا کې ترسره شوې او د خیر په دعا سره پای ته ورسېدلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu