د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۶:۳۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ارزګان له والي محترم الحاج مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پروژو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د ارزګان والي د اوبو او انرژي پروژو د اړتیا په برخه کې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه په ځانګړې توګه په هغه ولایت کې د آغاجان بند پروژه د وزارت د رهبري مقام سره شریکه کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان والي ته ډاډ ورکړ، چې د آغاجان بند تخنیکي چارې پای ته رسېدلې او ودانیزې چارې به یې هم ډېر ژر پرانیستل شي. هغه زیاته کړه، همدارنګه ټاکل شوې ده، چې په هغه ولایت کې د عوفي بهرام شرکت په پانګونې سره د پنځه میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا پروژې پرانیسته هم وشي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu