د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د افغانستان د علومومو په اکاډمي کې په یوه علمي- څېړنیز سمینار کې د اوبو سرچینو د مدیریت او د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره ترویج په برخه کې پر ګډې همکاري باندې ټینګار وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۳:۶
1

 د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه علمي – څېړنیز سمینار کې چې د افغانستان د علومو اکاډمي له لوري د هېواد د اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخستنې لارو چارو څېړنې تر سرلیک لاندې د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو، علماوو، د پوهنتون استادانو او د اوبو سکټور د متخصصینو په شتون کې ترسره شوی وو، ګډون وکړ.

ښاغلي منصور په دغه سمینار کې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو او اقلیمي بدلونونو په پام کې نیولو سره د اوبیزو سرچینو وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اوبو مدیریت د ټولو همکاریو ته اړتیا لري او اړتیا ده،چې په دې برخه کې دولتي ادارې، اکاډمیک او علمي بنسټونه او د افغانستان ټول خلک د یو بل څنګ ته د اوبو سرچینو د غوره مدیریت  او ورڅخه د غورې ګټې اخیستنې په موخه هڅې وکړي.

ښاغلي منصور د اوبیزو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د اوبو د پراختیا په برخه کې په هېواد کې  د علمي څېړنو په لاره اچول یو ارزښتناک ګام وباله او د افغانستان د علومو اکاډمي د فعالیتونو د ستایلو ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې د دغو څېړنو پایلې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې علمي غونډې په دوام کې د مسؤلینو، علماوو او پوهانو له لوري د هېواد د اوبیزو سرچینو د ارزښت په برخه کې ګټورې بیانیې وړاندې شوې او همدارنګه د څېړونکو او متخصصینو له لوري څو علمی – څېړنیز پرزنټیشنونه د اوبو له سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستنې په هکله وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu