د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د اهل تشیع علماوو د ټولنې له رئيس او مشرانو سره د بېلابېلو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د اهل تشیع علماوو د ټولنې له رئيس محترم سید حسن فاضل زاده او مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د په هېواد کې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو مسائلو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اهل تشیع د ځینو مسائلو او ستونزو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

دواړو لورو د اړینو بحثونو او د اندونو تر تبادلې وروسته، د دوه اړخیزو همکاریو او ملاتړ د ترسره کولو په هکله ژمنه وکړه او د وزارت د رهبري له لوري شته امکاناتو ته په کتو سره  د اهل تشیع خلکو د اوبو او برېښنا  اړوندو مسائلو د هوارولو په هکله  ډاډ ورکړ شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu