د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د بخش آباد بند پروژې د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۳:۵۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ددغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د بخش آباد بند د قراردادي شرکت له مسئولینو سره د همغږي په یوه ناسته کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې د پرمختګ وضعیت وارزول او د هغې د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

د ناستې په بهیر کې د وزارت تخنیکي مسئولینو او د قراردادي شرکت مسئولینو د نوموړې پروژې د چارو د پرمختګ په هکله معلومات وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې د تونلونو د کیندنې او پاک کاري چارې بشپړې شوې او کانګریټ اچولو ته چمتو دي.

همدارنګه د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې د چارو د چټکتیا او د تونلونو د کانګریټ اچولو چارو د پیل په موخه د لازیاتو همغږیو رامنځته کولو په هکله اړینې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu