د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د غور له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۵۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غور له والي محترم ملا احمدشاه دین دوست او ورسره مل د غور سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار محترم محمد کوهستاني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د غور والي د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر څخه په یاد ولایت کې د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته یې یاد ولایت ته د سفر بلنه ورکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یاد ولایت والي ته د متوازن انکشاف او شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د اوبو او برېښنا پروژو د پلي کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د فرصت چمتو کېدو په صورت کې به یاد ولایت ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۸
Background image

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخیروي بند څخه لیدنه وکړه.

نوموړی بند چې له پخوانیو بندونو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

د غور ولایت د پوزه لیچ  –  سیاه سنګ عمومي کانال د اوبو ټولنې په ناسته کې د هغه د پاکاري بهیر د پيل په هکله خبرې وشوې

دغه ناسته د پورتني هریرود- غور سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا رحمت الله اماني تر مشري لاندې د ولایت مقام د استازي، د نوموړي کانال د اوبو ټولنې د رئيس او غړو، د ګذر  وکیلانو او یو شمېر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۶
Background image

فاریاب ولایت کې له سیند څخه د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وشو

د شیرین تګاب – مینې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د شیرین تګاب ولسوالي د تیاغ کلي له سیند څخه د خلکو له لوري د خپل سرو شګو را اېستلو له بهیر څخه مخنیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو د. . .

بیرته تګ

User account menu