د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب ولایت له مشرانو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۵:۹
۱

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر  مجیب الرحمن عمر د فاریاب ولایت له یو شمیر مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې د دې وزارت د پروژو د تطبیق په اړه یې ورسره خبرې وکړئ.

په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت مشرانو خپل وړاندیزونه او غوښتنې د اوبو اوانرژي وزات رهبرۍ مقام سره شریک کړه، او د اوبو مدیریت پروژو د تطبیق په خاص  ډول په یاد ولایت کې د لوي ذخیره وي بندونو جوړیدو غوښتوونکي شول.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د فاریاب ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د فاریاب ولایت د خلکو ټول وړاندیزونه او غوښتنې به بررسي کړي او د شرایطو او امکاناتو په نظر کې نیولو سره به هغې ته رسېدنه وشي.

ښاغلي منصور په دې لیدنه کې د فاریاب ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبرۍ مقام ژمن دی چې د دې وزارت پراختیايي پروژي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول تطبیق کړي.

 د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu