د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه له والي سره د هغه ولایت د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فراه له والي محترم مولوي غوث الدین "رهبر"  سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د فراه ولایت د بخش آباد بند پروژې د پرمختګ او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د یو شمېر نورو پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د فراه والي د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل او په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه والي ته ډاډ ورکړ، چې د بخش آباد بند پروژه تل د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځاي درلودلی او همدارنګه د  ۱۲ میګاواټه په وړتیا  د لمریزې برېښنا د تولید پروژه چې شپږ میګاواټه یې د مرکز او پاتې نور یې د سرحدي ولسوالیو لپاره په پام کې نیول شوې ده په راتلونکي کې به د شبکې له پراختیا سره پلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu