د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان له والي سره په هغه ولایت کې د شاهي کانال د پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لغمان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل او د شاهي کانال د پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې د شاهي کانال پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري  او له نېکه مرغه نوموړی کانال په پراختیايي بودجه کې هم شامل شوی دی.

په ورته مهال، ښاغلي منصور زیاته کړه، چې د دغه وزارت له لوري د نوموړي کانال ډیزاین او نورې تخنیکي چارې ترسره شوې او هڅې روانې دي چې عملي چارې یې هم ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu