د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناروي سفارت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۴:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ناروي شاهي دولت د سفارت له شارژدافیر محترم پُل کلومن بیکن او د دغه سفارت له یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل او د اوبو د پروژو په برخه کې د ګډې همغږي او همکاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د مشخصو برنامو، د وچکالي د اغېزو د کموالي او د اوبو د مدیریت په برخه کې  د نورو ټولګټو برنامو په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ناروي سفارت مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په هېواد کې د اوبو د سرچینو د کموالي د ستونزو او د پرله پسې وچکالیو د اغېزو په پام کې نیولو سره اړتیا ده چې نړیوال بنسټونه په دې برخه کې له افغانستان سره  همکاري وکړي.

په ورته مهال، د ناروي سفارت مسؤلینو هم د اوبو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره به  نورو نړیوالو بنسټونو ته هم بلنه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu