د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکې په مناسبت د اسلامي امارت له یو شمیر مسئولینو او د اوبو او انرژي وزارت له رئیسانو او کارمندانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۵ - ۱۳:۳۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په دغو لیدنو کې د اسلامي امارت یو شمیر لوړپوړو مسئولینو او د اوبو او انرژي وزارت رئیسانو او کارمندانو ته د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کړه او د څښتن تعالی له دربار څخه یې د ټولو مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو د قبولي غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د بندګۍ او نفس د تزکیې په برخه کې د روژې مبارکي میاشتې او کوچني اختر فضیلتونو ته په اشارې سره ټول مسئولین او کارمندان ایماندارۍ، اخلاص، ژمنتیا او مسئولیت پذیري ته وهڅول او ولس ته د ریښتینې خدمت رسونې په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.

ښاغلي منصور په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو ستر الهي نعمت وباله او ددغه نظام ملاتړ یې د مسئولینو، علماوو او ټول مسلمان او مجاهد ولس دنده وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان مسلمان ولس باید تل د دښمن د دسیسو پر وړاندې ویښ و اوسي  او د مقابلې لپاره یې په علمي او شعوري توګه خپلوهڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu