د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هلمند له والي سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کې په داسې حال کې چې د هلمند د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوی عبدالهادي هادي او د هلمند د سیندیزې فرعي حوزې رئيس یې ملتیا کوله د هلمند له والي محترم مولوي عبدالرحمن کندزي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي ولایت له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې او وروسته یې د کجکي بند د پرچاوې د جوړولو د چارو له بهیر څخه چې د 77 ترکي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د زمین داور له علماو او قومي مشرانو سره وکتل او د زمین داور د کانال د ستونزو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه ستونزه به له امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۶:۴۴
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره د اوبو او برېښنا د پروژو په هکله خبرې وکړې

 

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د کابل ولایت د فرزې او پغمان ولسوالیو له یو شمېر مشرانو سره وکتل او په نوموړو ولسوالیو کې د اوبو او برېښنا په هکله بحث او. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۳:۳۳
Background image

بیرته تګ

User account menu