د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هېواد د نوموتي قاري مرحوم برکت الله سلیم له کورنۍ سره غمرازي وکړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۲:۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د هېواد د نوموتي قاري مرحوم برکت الله سلیم د وفات له کبله د هغه له کورنۍ سره د خواخوږي څرګندولو په موخه د هغه کور ته ولاړ او دده مشر ورور او خپلوانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د مرحوم قاري برکت الله سلیم له خدمتونو څخه ستاینه وکړه او د هغه مړینه یې د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې دا تشه به ژر ډکه نشي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوي خدای(ج) له دربار څخه مرحوم قاري برکت الله سلیم ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر، جزیل اجر او نعم البدل غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۱۰
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کانال پروژې چارې ۷ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د وزیر کلا د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu