د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت له مشرانو سره په هغه ولایت کې د اوبو او برېښنا د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۶:۱۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت مشرانو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د کړنو د ستایلو تر څنګ په هغه ولایت کې د لا زیاتو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په هغه ولایت کې د پلتوني بند چارې په ښه توګه روانې دي، د دغه وزارت له لوري په هغه ولایت کې د 3.5 میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا پروژه له شبکې سره منظوره شوې، چې اوسمهال یې اسناد د منظوري د ترلاسه کولو په موخه اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوي دي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، چې دغه وزارت د پکتیکا ولایت لپاره لا ډېرې پروژې په خپل پلان کې نیولې دي، چې  د اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې په راتلونکي د پلي کېدو چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu