د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په یوه ورځني سفر هلمند ته تللی

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۱۳:۴۲
۱۱/۴/۱۴۴۳

 

 

 

 د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو د عدلانه او منظم وېش ،داوبو پر وړاندي د شته ستونزو د حل او د ګرشک د برېښنا بند څخه د لیدني په موخه هلمند ته په سفر تللی.

نوموړي د هلمند سیندیزي حوزې د یوشمېر مسؤلینو او کارکوونکو سره تر لیدني ورسته د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ ته ولاړی او هلته یې د ګرشک د بغرا د سربند او برېښنا بند څخه هم لیدنه او ارزونه وکړه.

هلمند کي سږکال وچکالي زیاته وه او د اوبو د کمښت له امله د کجکي بند اوبه هم کمي سوې ،چي د دې ولایت اوسېدونکي یې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي. په همدې سبب د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هلمند ولایت ته تللی ،څو د اوبو ستونزه له نژدې وګوري. هغه د ګرشک د برېښنا بند څخه د لیدني پرمهال وویل؛ دې ولایت ته یې د سفر موخه همدا ده،چي د خلکو د اوبو ستونزه حل کړي ،چي په وینا یې د ګرشک بغرا ته له کجکي او سنګین ولسوالیو څخه را پارچ اب سوي اوبه به باباجي ،نادعلي او مارجې ولسوالیو ته په منظمه او عدلانه توګه ووېشل سي او تر هغه ورسته به د اړتیا په اندازه اوبه مرکزي سیمو ،ناوې او ګرمسیر ولسوالیو ته هم ورکړل سي.

ښاغلي وزیر دغه راز زیاته کړه، څه وخت چي کجکي بند کي د اوبو د کمښت ستونزه حل سي ، تر هغه ورسته به په راتلونکي کي د هري ولسوالۍ اوسېدونکو ته په نوبتواره ډول خپله ونډه ورکړل سي ،څو راتلونکي کي د اوبوستونزه رامنځته نه سي.

په ورته وخت کې وزیر د ګرشک د سربند او برېښنا بند څخه د لیدني پرمهال دا هم وویل؛ چي د دې بند هغه برخي چي د اورښتنو او سېلابونو په راتلو سره د خطر سره مخ کېږي، د هغو د جوړولو لپاره به هم کار پیل کړي او زیاته یې کړه،چي اسلامي امارت په ټول هیواد کي د اوبو د مهار او د اوبو رسوني په برخه کي هڅه کوي ،چي پروژې تطبیق او پلي کړي. نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه،چي د اوبو په ښه مدیریت او سپما کي د اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

دغه راز د هلمند سیندیزي حوزې رییس ملا محمد یعقوب خپل د خبرو په ترڅ کي وویل؛ د اوبو د مهار لپاره یې شپه او ورځ پوره هڅه کړې او هغه کسان چي بغرا ته یې په غیري قانوني توګه واټرپمپونه یښي وه لیري کړي ،چي په وینا یې یوازي یې د څو ورځو په موده کي د مارجې ولسوالۍ د لوی مانده او نهرالسراج ویالي څخه ۶۳۵ واټرپمپونه لیري کړي

. نوموړي د اوبو پر منظم او عدلانه ویش د ټینګار تر څنګ وویل؛ د باباجي ، مارجې او نادعلي ولسوالیو د ځمکو تر خوړوبولو ورسته به اوبه د ناوې او ګرمسیر ولسوالیو ته هم ور خوشي کړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu