د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په اسلام کلا کې له ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرینو له پنډ غالي څحه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په اسلام کلا کې له ایران هېواد څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرینو له پنډ غالي څخه لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر له ایران هېواد څخه راستنېدونکو مهاجرینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې اوس په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی او ټول مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي، چې ټولو هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو کړي؛ تر څو هېوادوال مو نور د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو ته د تللو لپاره اړ نهشي.
همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په اسلام کلا کې د هغې کمېټې له مسؤلینو سره چې د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو په موخه جوړه شوې ده، وکتل او زیاته یې کړه، چې له ایران هېواد څخه د راستنېدونکو افغان مهاجرینو ستونزې به د مرکز له مسؤلینو سره شریکې کړې.
