د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۲۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د انرژي سلاکار محترم ډاکټر محمد عابد انورزي او یو شمېر رئيسانو په شتون کې په کابل کې د روسیې له سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو  په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره وویل چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې او مونږ د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو لېږد، تخار، بغلان، هرات او غزني ولایتونو کې د بند جوړونې او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګاز سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه، چې مونږ په دې برخه کې همکاري ته چمتو یو.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په کابل کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې له روسیې څخه مننه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت یې د ممنوعه ډلو له  لیست څخه و ایست او زیاته یې کړه چې د غه چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو د لا زیاتوالي لامل شي.

په ورته مهال، په کابل کې د روسیې سفیر ښاغلي دمیتري ژیرنوف په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ، چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو کې د پانګونې په هکله اړین معلومات شریک کړي او د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته یې بلنه ورکړه، چې د روان زیږدیزکال په می میاشت کې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

له بلې خوا، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې په کابل کې  د روسیې د سفیر بلنه د کازان اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه ومنله او له هغوی څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۰
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال د سربند پروژې رغنیزې چارې ۴۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر مشري لاندې د ولایت مقام او د اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي ټیم د مهترلام ښار اړوند د پاچاجوی کانال د سربند پروژې د رغنیزو چارو له بهیر څخه څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۶۳ چکډمونه د څه باندې ۵۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ۱۶۳ چکډمونه د ۵۵۸ میلیونه، ۴۷۹ زره او ۵۷۱ افغانیو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

دغه چکډمونه په هېواد کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غزني ولایت د سردې بند له اوبو مخ په ډکېدو دی

په هېواد کې د وروستیو اروښتونو له کبله د غزني ولایت د سردې بند هم له اوبو مخ په ډکېدو دی، چې کولای شي په دغه ولایت کې د اوبو سرچینو په پیاوړتیا او کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې اړین. . .

بیرته تګ

User account menu