د اوبو او انرژي سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۸ - ۱۰:۴
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف "منصور" تېره ورځ  د یوه کاري سفر په بهیر کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي ته ولاړ. نوموړي د  دغه سفر په ترڅ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د یادې ولسوالي ولسوال، د ولسوالي نور کارمندان ،ډلګۍ مشران او قومي مشران یې ګډون وال وو.

محترم وزیر صاحب او د غونډې ګډون والو په دغه ناسته کې د یادې ولسوالي د خلکو ستونزې په تېره بیا هغه قومي تړونونه چې پخوا شوي وو ،وڅېړل او ټینګار یې وکړ چې یاد تړونونه باید په بشپړ ډول عملي شي، دغه راز وزیر صاحب د یادې ولسوالي منسوبینو او قومي مشرانو ته د اسلامي امارت د تګلارو په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې د دغې ولسوالي د خلکو د ستونزو د حل په موخه به له خپل ټول توان او صلاحیت څخه کار اخلي او د خپلو خلکو د خدمت په لاره  کې  به هیڅکله د ستړیا احساس ونکړي.

د غونډې ټولو ګډونوالو د محترم وزیر صاحب له راتګ او څرګندونو څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې  دوی به هم د خپلې ولسوالي د خلکو د ستونزو د حل په موخه خپلې همکاري او هلو ځلو ته دوام ورکړي. غونډه د ګران هېواد د ابادي او سمسورتیا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۶
Background image

فاریاب ولایت کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره شوه

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي په غلبیلاق او نوبلاق کلیو کې د دوو اوبوګرځولو بندونو لومړنۍ سروې ترسره کړه.

د نوموړو بندونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۹
Background image

کندهار ولایت کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالي کې د پای کاریز چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زره او ۸۳۸ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه چکډم د ۸ متره په لوړوالي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه

د غزني ولایت په اندړ ولسوالي کې د غزني سیندیزې فرعي حوزې او د یو، این، ایف، اې، او مؤسسې د مسؤلینو له لوري د بنګي کانال تخنیکي سروې ترسره شوه.

نوموړی کانال د شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه ځمکې د. . .

بیرته تګ

User account menu