د اوبو او انرژي وزارات سرپرست وزیر د پکتیا ولایت له مسئولینو سره لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۶ - ۱۱:۳۸
1

د اوبو او انرژي وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور پکتیا ولایت ته تللی او هلته يې د پکتیا ولایت له مرستیال والي ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور، د بشری سرچینو رئیس قاضی تواب جان اسلام یار، د سیندیزې حوزې رئیس مولوی محمد کریم فاتح د ولایت ویاند ملا آدم خان اوریا خیل او د یاد ولایت له یو شمېر نورو مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه.

په یاده لیدنه کې د پکتیا ولایت مرستیال والي د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د یاد ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستې او د وروستیو باراني سیلابونو له امله د خلکو کرنیزو ځمکو ته د اوښتو تاوانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په پکتیا ولایت کې ولس ته د وروستۍ زلزلې او د سیلابونو له امله زیانمن شویو کورنیو نوم لړ له ځانه سره واخیست او د مرستې ډاډ يې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu