د اوبو او انرژي وزارت، افغان انویست او عمران جیوتخنیک شرکتونو تر منځ درې اړخیز تړون لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
1

یاد تړون د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لورې بند د تخنیکي مطالعاتو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، افغان انویست او عمران جیوتخنیک شرکتونو د رئیسانو ترمنځ په داسې حال کې چې د اوبو او انرژي  وزارت معینانو او یو شمېر مسئولینو ګډون درلود، لاسلیک شو.

ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یاد تړون د لاسلیک پر مهال د اوبو د مدیریت په برخه کې د دې پروژې پلي کول یو مثبت ګام وباله او د اوبو او انرژي وزارت او د یادو شرکتونو مسئولینو ته یې د بریا غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې د یاد تړون پر بنسټ د کندهار ولایت ارغستان ولسوالي د لورې بند د جیوتخنیک د سروې پروژه د څلور میلیونه افغانيو په ارزښت ترسره کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د لوګر ولایت د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوه

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت د محمد آغې ولسوالي د آب‌پران په سیمه کې د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي او کرنیزه سروې ترسره کړه.

د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۱۵
Background image

د یوه خصوصي شرکت استازي په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

د سمنګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محب الله عادل د افغان کنوسپرس شرکت له استازي سره وکتل او په سمنګان ولایت کې د لمریزې برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په هکله بحث او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۸
Background image

پکتیکا ولایت کې د اوبو په برخه کې د څلورو پروژو لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوه

د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د هغه ولایت په سر حوضې ولسوالي کې د شاطوري کلي سربند او کانال، په ارګون ولسوالي کې د شینکي کلي چکډم، په زیړوک ولسوالي کې د بندکي لګډ ذخیروي بند. . .

بیرته تګ

User account menu