د اوبو او انرژي وزارت، د نړیوال سازمان د بشردوستانه چارو د همغږي دفتر او د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۱۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د نړیوال سازمان د بشر دوستانه چارو د همغږي دفتر د مسؤلینو او د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزارت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د بشري مرستو په همغږي کولو او د اوبو سرچینو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاريو په ترسره کولو په ځانګړې توګه د اقلیم له بدلون سره د سازګاري په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین په دغه ناسته کې له اقلیمي بدلونونو سره د سازګاري په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې مؤقتي او لنډ مهاله برنامې په دې برخه کې نشي کولای د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي، له همدې کبله اړتیا ده چې په دې برخه کې په بنسټیز او اساسي ډول کار وشي، ترڅو د اقلیم له کبله رامنځته شوې ننګونې لکه وچکالي، ناڅاپه سیلابونه او نورو ګواښوونو ته چې د افغانستان خلکو ته متوجه دي، رسیدګي وشي.

په پای کې د ناستې اړخونو یوبل ته د همکاري ډاډ ورکړ او د دوه اړخیزو همکاریو پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu