د اوبو او انرژي وزارت، کانونو او پطرولیم وزارت او تویار صنعتي شرکت ترمنځ د مس عینک "2"پروژې د اوبو چمتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۳:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د کانونو او پطرولیم وزارت د مس عینک پروژې له رئیس محترم انجنیر حمیدالله حبیبي او د تویار صنعتي شرکت له مسئولینو سره وکتل او د مس عینک "2" پروژې لپاره د اوبو سرچینو د پیژندنې او د اوبو رسولو د څرنګوالي په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د اوبو معین نوموړې پروژې ته د اوبو رسولو په برخه کې ددغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ او د قراردادي شرکت له مسئولینو څخه یې وغوښتل، چې د خپل اړتیا وړ اوبو کچه دې مشخصه کړي ترڅو د اوبو او انرژي وزارت ددوی د اړتیاوو پر بنسټ خپل لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه چمتو کړي.

همدارنګه، د غونډې په پای کې د تخنیکي مسئولینو تر منځ د همکاریو پر دوام او د معلوماتو پر شریکولو باندې هوکړه وشوه او د چارو د پرمخ وړلو په موخه پر ګډو همکاریو باندې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu