د اوبو او انرژي وزارت  د اوبومعین له Hydro Design  شرکت نه لیدنه وکړل.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۱۲:۱۹
1

د اوبو انرژۍ وزارت معين محترم مجیب الرحمن عمر (آخندزاده) او ورسره مل پلاوي دترکیې سفر په جریان کې تیره ورځ د   Hydro design شرکت له رهبري سره وکتل. په سر کې د Hydro design  شرکت له خو د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوی ته د شرکت د ترسره شوو لویو  پروژو د مطالعاتو، ډیزاین، او د حوزو د اوبو منابعو د هراړخیز تحلیل په اړه چي یاد شرکت د نړی په مختلفو هیوادونو کې ترسره کړي معلومات وړاندې کړل، چي له دې جملې څخه یاد شرکت په افغانستان کی د موسی کلا بند،  اندخوی کانال، او  د کجکي بند دوهم فاز پروژو ډيزاين ترسره کړی

وروسته د اوبو او انرژی وزارت معين  په افغانستان کې د اوبو په برخه کې د ملي سترو پروژو، کاري فرصتونو،  بندونو،  او کانالونو د سرمایه ګذاري او د پروژو د عملي کولو لپاره کافي معلومات ورکړل، او یاد شرکت ته یی په افغانستان کي د ډاډمن امنیت او د ااا  لخوا د هرډول همکاري اطمینان ورکړ ترڅو په افغانستان کی د پروژو په امکان سنجۍ، ماسټر پلانونو ،ډيزاين،  او افغان انجینر انو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري او سرمایه ګذاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۵
Background image

د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه ترسره شوه

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په بهیر کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتي ولسي پروژو د پلي‌کېدو د بهیر څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۱۲
Background image

د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي سیندیزې حوزې مسؤلینو د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وکړه او کروندګرو ته یې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه اړینې لارښوونې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۸
Background image

لغمان ولایت کې د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی او هرمل کانالونو د پاکاري چارې د حشر له لارې د سیمې د ځمکوالو او کروندګرو له لورې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو په همغږي سره پيل شوې.

د. . .

بیرته تګ

User account menu