د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر رهبري لاندې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۴۹
1

د ۱۴۰۴ هـ ل د سلواغې ۴

د اوبو او انرژي وزارت اداري ناسته د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د انرژي معین محترم ملا عبدالهادي یعقوب، سلاکارانو او ټولو رئيسانو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي سکتور پروژو د پلي‌کولو په بهیر کې د شته ننګونو او اړینو موضوعاتو په هکله بحث وشو او د ستونزو د هوارولو په موخه عملي حل‌لارې تر څېړنې لاندې ونیول شوې.

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده د اوبو او انرژي سکتور پروژو د پلي‌کولو په برخه کې د رئيسانو وړاندیزونه، د پروژو د تدارکاتي بهیر چټکتیا او د دغه وزارت د انجنیرانو وړتیا لوړونه په ځانګړې توګه د سترو پروژو د تفصیلي ډیزاین په برخه کې واورېده او ويې څېړل او د ستونزو د هوارولو او د چارو د ترسره کولو د چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزیر د ناستې په بهیر کې، په هېواد کې اسلامي نظام ستر الهي نعمت وباله او د چارو په ترسره کولو کې پر اطاعت، رښتینولي او مسؤلیت‌منلو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu