د اوبو او انرژي وزارت او د ترکمنستان هېواد د پلاوي ترمنځ د ټاپ(TAP) نړیوالې پروژې او نورو ګډو پروژو په هکله دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۰
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د ټاپ نړېوالې پروژې د ډيپارټمنټ رئيس، محترم مراد آرتیکوف، په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر محترم خواجه عوضوف، د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او د ترکمنستان هېواد د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د مخینې او د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ وستایلې او د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور د ترکمنستان- افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې له پرمختګ څخه په ښه توګه یادونه وکړه او همدارنګه د ټاپ (TAP) نړیوالې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د هغې د عملي چارو پر چټکوالي باندې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، چې افغانستان د دغې پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی لري او د پروژې له نورو اړخونو څخه هم تمه لري چې ډېر ژر د همغږي او تخنیکي غونډو په ترسره کولو سره د دغې پروژې عملي چارو د پيل په موخه زمینه چمتو کړي.

په ورته مهال، د ټاپ نړیوالې پروژې د ډيپارټمنټ رئيس محترم مراد آرتیکوف هم د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د ترکمنستان هېواد د بشپړ چمتووالي په هکله خبر ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د نوموړې پروژې د چارو د پرمخ وړلو په موخه د لارې د یوې نقشې مسوده یې هم چمتو کړې، ترڅو د تصویب او وروستي کولو وروسته له هغې سره سم عملي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د ټاپ پروژې سکرټریت د رامنځته کېدو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه او د دواړو لورو د تائید وړ هم وګرځېده. همدارنګه هوکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې درې هېوادونه( ترکمنستان، افغانستان او پاکستان)  به د ټاپ پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په لغمان ولایت کې د استنادي دېوالونو دوه پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۹ هـ.ل

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالي کې د عزیزخان‌کڅ او زیړانیو استنادي دېوالونو پروژې د څه باندې ۱۸۸ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

په بغلان ولایت کې د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۳/۲۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۸ هـ.ل

د بغلان ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي اړوند د چوتقه‌سای په سیمه کې د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه چکډیم او حوض جوړولو چارې پيل شوې.

یاد چکډیم د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۸
Background image

په فاریاب ولایت کې د دوو چکډیمونو پروژو چارې د څه باندې ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړې شوې

۱۴۴۸/۳/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۱۴ هـ ل

د فاریاب ولایت په چهلګزي ولسوالي کې د چهلګزي چکډیم پروژه د څه باندې ۳۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت او د خیبر چکډیم پروژه په خیبر ولسوالي کې د څه. . .

بیرته تګ

User account menu