د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پې ام اس موسسې ترمنځ په ننګرهار ولایت کې د اوبولګولو کانالونو د ۱۱ پروژو د حفظ او مراقبت هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۲:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د جاپان د پې ام اس موسسې د انجنیري له مسؤل محترم انجنیر دیدار مشتاق سره په ننګرهار ولایت کې د اوبو لګولو کانالونو د ۱۱ پروژو د حفظ او مراقبت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک سره سم، نوموړې موسسه د یادو شوو کانالونو د حفظ او مراقبتي پروژې د 710,000   اووه لکه او لس زره ډالرو په ارزښت د درې کلونو په موده کې پلي کوي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړي کانالونه په ټوله کې 23,775 دروېشت زره، اووه سوه پنځه اویا زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې 56,600 شپږ پنځوس زره او شپږ سوه کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu