د اوبو او انرژي وزارت او د دونګ فونګ الکتریک شرکت ترمنځ د همکاري هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دونګ فونګ (Dongfang Electric Power) شرکت له مسؤل ښاغلي ژيا سره په افغانستان کې د بېلابېلو سرچنیو څخه د انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په موخه د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغه هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال یادونه وکړه،چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده. ښاغلي منصور له نوموړي شرکت څخه وغوښتل چې د انرژي په تولید باندې د پانګونې ترڅنګ، د انتقالي مزو او د توزیعي سب سټیشنونو په پیاوړتیا باندې هم پانګونه وکړي، ترڅو د انرژي د جذب زمینه هممهاله د انرژي له تولید سره چمتو شي.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤل د دغه هوکړه لیک له لاسلیک کېدو څخه په خوښي سره، د عملي چارو په چټکتیا باندې د اړینو اقداماتو د ترسره کولو په برخه کې ژمنه وکړه او د وزارت رهبري ته یې ډاډ ورکړ، چې په افغانستان کې د انرژي د تولید، پراختیا او لېږد په پروژو کې به پانګونه ځانګړې کړي. هغه همدارنګه ژمنه وکړه، چې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د نوې ټکنالوژي او د تجربه لرونکي او متخصص ځواک څخه کار اخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

بیرته تګ

User account menu