د اوبو او انرژي وزارت او د کرنې او مالدارۍ وزارت د استازو ترمنځ د همغږي غونډه جوړه شوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۶:۴۴
1

دغه غونډه د اوبو  چارو د تنظیم عمومي رئیس ښاغلی انجنيرعبدالغفور عمري په مشري د اوبو معینیت په تالار کی د رئيسانو، انجنيرانو او اړوندو مسوولينو په شتون کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هېواد د بندونو د اوبو د کمښت، کرنې، د کبانو د فارمونو سروې او د دغو فارمونو لپاره د اوبو رسول ، د څارویو ساتنه، د روزل شویو او غیر روزل شویو څارویو د ارقامو سروې، د هېواد په هغه سیمو کې چې اوبه یې لږ وي د کانالونو جوړولو ، د کرنې او مالدارۍ وزارت د پروژې د ډیټابیس، د کرنې د اوبو میکانیزم، د قرغې بند  د اوبو د کمښت له امله د کرنیزو فارمونو د خړوبولو لپاره د بدیلو لارو موندل، د مشخصو شویو ساحو څخه د تخنیکي او حقوقي ستونزو د حل په هکله بحث او نظر تبادله وشوه،

په دې غونډه کې د زراعتي اوبو په میکانیزه کولو باندې هم بحث وشو، تر څو د کرنې وزارت وکولای شي د اوبو لګولو نوي سیستمونه لکه د اوبو لګولو څاڅکي سیستم په کرنه کې رایج کړای شي.

د اوبو چارو د تنظیم عمومي ریاست کې زیاتره موارد چې  په پریزنټیشن کې  وړاندې کړل د کرنې او مالدارۍ وزارت د استازو د پام وړ وګرځیده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu