د اوبو او انرژي وزارت دمقام د دفتر ریاست د کارونو د څرنګوالي په هکله د اوبو او انرژي د وزیر په شتون کې ناسته وشوه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۲۵ - ۱۴:۲۰
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي د وزیر محترم ملاعبداللطیف "منصور" تر مشري لاندې په داسې حال کې چې د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس قاري صاحب محمد عبدالعزیز "عزیز" د مطبوعاتو او نشراتو رئیس حاجي غلام جیلاني "حق پرست" او د مقام د دفتر د ریاست ټولو کارمندانو پکې ګډون درلود ، ترسره شوه .

په دغه ناسته کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دفتر کارمندانوته د تیر شوي اختر  دمبارکي ترڅنګ د چارو د څرنګوالي او جریان وضعیت وڅیړه، هغوی يې د هیواد د خدمت په لاره کې لازیاتو کوششونوته وهڅول.

محترم منصور صاحب د دغو کارمندانو همیشنۍ هلې ،ځلې وستایلې ،زیاته يې کړه چې په اوس وخت کې د هیواد د رغونې په لاره کې خدمت ز مونږ ترټولو مهم دیني او ملي مسئولبت دی. دوی ټینګار وکړ چې د دې مسئولیت د ترسره کولو لپاره باید مونږ ټول خپلې هڅي په کار واچوو.

ناسته د هېواد د سمسورتیا او پر مختګ په دعاْ سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu