د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشرانو ریاست د مسؤلینو او کارمندانو لپاره د وړتیا لوړنې سمینار ترسره شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۷:۵
1

یاد سمینار د اوبو او انرژي وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز او د اوبو او انرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي الحاج غلام جیلاني حق پرست په ګډون د دې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

په دې سمینار کې د مسک میډیا عمومي مدیر ښاغلي اویس الجلبي، د اطلاعاتو او نشراتو ریاست کارمندانو ته  د پلان جوړونې، د کره او پر وخت اطلاع رسونې د مدیریت  په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې یاد سمینار د وزارت مقام د رهبري د هدایت پر بنسټ د اطلاعاتو او نشراتو ریاست د کارمندانو د تخنیکي او مسلکي وړتیا لوړونې او د نشراتي چارو د غوره ترسره کولو په موخه په لاره اچول شوی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۵
Background image

هرات ولایت کې د څه باندې ۵۰ کړیو خپل‌سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دشت میرمنه، بدوي او رباط صفچه کې چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالي اړوند دي، په بایرو او د حقابې نه‌لرونکو ځمکو کې د څه باندې ۵۰ ک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۲
Background image

غزني ولایت کې د عزیزي انرژي ګروپ د ۱۳۰ میګاولټ سولر سیسټم د برېښنا تولید شبکې جوړولو د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې

د دغې پروژې چارې په غزني ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه پورې د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې، او د ماین پاکي چارې یې مخ په بشپړېدو دي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فراه ولایت د بکواه ولسوالي په باغران کلي کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال د ۳۳۸. . .

بیرته تګ

User account menu