د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د افغانستان برښنا شرکت د عمومي ریاست له سرپرست سره وکتل
ښاغلي مولوي عارف الله "عارف" د اوبو او انرژي وزارت د انرژی معین په خپل کاري دفتر کې د ښاغلي مولوي عبدالرحمن "رحمانی" د افغانستان برښنا شرکت عمومي ریاست سرپرست او دهغه شرکت تجارتي رئیس او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه او د یاد شرکت د شته ستونزو په هکله یې د نظرونو تبادله و کړه.
په دغه لیدنه کې له دولتي ادارو څخه د برښنا شرکت د پورونو راټولولو، د ادارې ستونزو د هوارولو او د هغه هیوادونو د پورونو تادیه کولو، چې افغانستان له هغو څخه برېښنا واردوي او د غه راز له یادو هیوادونو سره د افغانستان برېښنا شرکت د قراردادونو د غځولو په هکله هر اړخیز بحث وشو.
د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د افغانستان برښنا شرکت د ستونزو د هوارولو په هکله د یاد شرکت چارواکو ته لازم لارښوونې ورکړې.
